د بریتانیا پخوانی صدراعظم: د افغانستان بېوزله ماشومانو وضعیت “زړه بوږنوونکی او ټکان ورکوونکی” دی

لخوا Aamaj News

د بریتانیا پخواني صدراعظم ګوردون برون د افغانستان بېوزلۍ او قحطۍ په اړه د “آی ټي وي” راپورته غبرګون ښودلی او وایي چې ناشونې ده چې نور نړۍ د افغانستان وضعیت نالیدلی ونیسي.

برون له بریتانیا وغوښتل؛ چې یو کنفران دې جوړ شۍ تر څو په افغانستان کې ۲۲ میلیونه هغه کسانو ته چې لوږې سره مخ دي ۴.۵ میلیارده ډالره مرسته راټوله کړي.

له دې وړاندې برون په یو ټویټ کې د افغانستان وضعیت په اړه له نړۍ غوښتي و، چې د هغه افغانانو ژوند وژغوري چې له لوږې سره مخ دي. برون وویل: ” افغانانو ته د سپکاوي کولو وروستۍ درجه دا ده هغه شېبې کې دوی ته شا کول دي، چې له مخکې څخه او ډېر اړمن دي. دا به د آزادې نوۍ ته د تل د لپاره د ننګ برخه وي.”

نوموړي زیاته کړې؛ چې دوی باید له نړیوااې ټولنې لاس په لاس کې ورکړي او د روغتیاپالانو او ښوونکو معاشونه ورکړي. د دې سربېره باید مرسته وکړي چې د افغانستان اقتصاد یو ځل بیا په څرخېدو راشي او دا ټولې بشري هڅې په ساعتونو او ورځو کې نه، بلکې په اونیو او میاشتو کې باید ترسره شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ