د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت «خورا بې ثباته» دی او د ترهګرو بريدونو ګواښ په ځانګړې توګه د دې هېواد پر هوايي ډګرونو شتون لري.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو اتباعو غوښتي چې د خراب امنیتي وضعیت له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
بریتانیا په افغانستان کې د کنسولي توانمندیو محدودیتونو ته په اشارې سره، خبرداری ورکړی چې «په افغانستان کې د بریتانوي اتباعو د نیولو خطر زیات شوی» او ښايي د بریتانیا دولت له دغه ډول نیونو خبر نه شي.
همداراز په دغه اعلامیه کې زیاته شوې: «په ټول افغانستان کې سفر کول خورا خطرناک دی او ښایي پولې خلاصې نه وي.»
دغه وزارت زیاته کړې: «هغه کسان چې افغانستان ته د تګ اراده لري باید هڅه وکړي چې له غونډو لیري واوسي، خپل هویت پټ کړي او مناسب احتیاطي تدابیر ونیسي.»
د برتانیا بهرنیو چارو وزارت دا خبرداری په داسې حال کې دی چې تېره اونۍ د چک جمهوریت اعلان وکړ چې په افغانستان کې به خپل سفارت د «امنیتي ننګونو له امله د تل لپاره تړي.»
په همدې حال طالبانو تل اعلان کړی چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او «هیوادونه باید په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.»
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More on on that Topic: aamajnews24.com/ps/uk-20/ […]