له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې بریتانیا د افغانستان ماشومانو او ښځو د بېړني ملاتړ لپاره ۲۴ میلیون پونډه مرسته کړي.
له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق تېره ورځ (سهشنبه) ویلي؛ چې دې بودیجې سره به افغانستان هغه ۱.۶ میلیون تنه چې انساني ناورین تر اغېز لاندې راغلي، د تغذیې ژوند ژوغوروتکي خدمتونه به ورته وړاندې شي.
یاد بنسټ زیاته کړې، چې دې مرستې سره به یونیسف د ۷۰۰ زره ماشومانو وضعیت ښه کړي.
یونیسف زیاته کړې، چې د دې مرستې ۷۷سلنه ترلاسه کوونکي یعنې ۱.۳ میلیونه تنه ماشومان دي.
همداشان د یونیسف دا مرسته د دې توانایي ورکوي چې ۳۵۰ زره تنو ته د څښلو سالمې اوبه او روغتیایي عامه پوهاوی برابر کړي.
یونیسف په دوام کې زیاته کړې چې د بارداره او شیدې ورکوونکو ښځو په ګډون ۱۸زره نورې کورنۍ به د تغذیې اړتیاوو رفع کولو لپاره به له نقدو بشردوستانه مرستو برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې یونیسف تېره ورځ خبر ورکړی وو، چې پکتیکا او خوست کې یې د زلزله ځپلو ماشومانو لپاره ۱۴۰ سیار درسي ټولګي جوړ کړي دي.