په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته، یوفا د اروپا اتلانو لیګ وروستۍ لوبې کوربهتوب له روسیې څخه واخیست او د پاریس فرانس لوبغالي ته ورکړل شو.
له بلې خوا، په دې وروستیو کې، د انګلستان حکومت او د فوټبال یو شمېر مینوالو له یوفا څخه غوښتنه کړې وه؛ چې د اروپا اتلانو لیګ د ورستۍ لوبې کوربهتوب د روسیې له سنپترزبورګ څخه واخلي.
آسوشیټدپرس راپور ورکړي؛ چې د یوفا اجرایوي کمیټې نن (جمعه د کب ۶مه) له غرمې وروسته یوه بیړنۍ ناسته وکړه ترڅو په ختیځ اروپا کې د ژئوپلیټیک ناورینونو ارزونه وکړي.
په دې غونډه کې، یوفا ومنله؛ چې د پاریس فرانس لوبغالی به د ۲۰۲۲م کال اروپا د اتلانو لیګ وروستۍ لوبې کوربه وي او تر راتلونکې خبرتیا پورې به د اوکرایني او روسي لوبډلې په بې طرفه لوبغاړي کې له خپلو سیالانو کوربهتوب کړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د ۲۰۲۲م کال د اروپا اتلانو لیګ د ورستۍ لوبې کوربه ګازپروم آرنای سنپترزبورګ و.
د یادونې وړ ده؛ چې د ګازو روسي دولتي ګازپروم شرکت د یوفا سوداګریز شریک دی.
یوفا په داسې حال کې دا کړنه ترسره کوي، چې تېره ورځ روسي ځواکونو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر پر اوکراین پراخ یرغل وکړ او لوېدیځ مسکو ته د سختو بندیزونو خبرداری ورکړی.