امارات: د طالبانو لخوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د اسلامي ارزښتونو خلاف دي

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې، لانا نسیبه ویلي چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه «په هیڅ صورت» له اسلامي ارزښتونو سره مطابقت نه لري.

اغلې نسیبه تېره ورځ (پنجشنبه د وږي ۱۷مه) د ښځو، سولې او امنیت په نړیواله غونډه کې چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه، ابوظبۍ کې جوړه شوې وه یادونه وکړه چې هېواد یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت له نږدې څاري.

تر دې مخکې هم لانا نسیبه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي وو چې دوی نباید له مذهب نه په استفادې پر ښځو د خپلو افراطي عقېدو د تپلو لپاره کار واخلي.

نوموړې ویلی و: «مذهب د افراطي ایډیالوژۍ یا د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض توجیه کولو لپاره نشي کارول کیدی.»

له بلې خوا د ښځو د حقونو یوې فعالې، محبوبې سراج په دې غونډه کې وویل چې طالبان د افغان ښځو شتون له پامه غورځوي. نوموړې زیاته کړه: «هغه څه چې نن ورځ زما په هیواد کې پیښیږي د باور وړ ندي. طالبانو د ښځو شتون له پامه غورځولی دی.»

مېرمن سراج پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ ولې باید د بربادۍ تر سرحده ولاړ شو؟ موږ له نړۍ سره څه وکړل چې اجازه یې ورکړه دا پیښ شي. کله چې تاسو موږ ته اړتیا درلوده موږ ستاسو تر څنګ ودرېدو، خو نن د نړۍ لپاره یو نامطلوب عنصر یو.»

د هغې په ​​وينا افغان مېرمنې د نړيوالې ټولنې مرستې ته سخته اړتيا لري؛ خو د هغې په ​​باور، نړيوالې ټولنې تر اوسه د افغان مېرمنو لپاره د پام وړ څه نه دي کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو او سختو محدوديتونو لګولو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو بې برخي شوې او طالبانو ښځو ته د کار کولو او په ټولنه کې د ازاد ګرځېدو مخه نيولې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ