په پاکستان کې ”له طالبانو ملاتړ“ هشتګ تر ټولو مخکې شو

لخوا Aamaj News

راپورونه ښیي چې په ټویټر کې د طالبانو اړوندو حسابونو د تړلو لپاره د افغان کاروونکو لخوا د هشتګ په لاره اچولو وروسته، اوس په پاکستان کې له طالبانو ملاتړی هشتګ ”ټرنډ“ شوی.

په پاکستان کې د طالبانو ملاتړی هشتګ، نن (شنبه، زمری ١) په دغه هیواد کې د ټویټر ټرنډ شویو هشتګونو په سر کې ځای ونیو.

د ټویټر شبکې د احصاییې له مخي، له طالبانو ملاتړی هشتګ، ١٢٦ زره ځلي په دغه پلټفورم کې شریک شوی.

د دغو اطلاعاتو له مخي، ځرګند شوی چې د طالبانو له هشتګ څخه په ملاتړ کې پاکستاني ټویټر کاروونکي اساسي رول لوبولي دي.

له بلي خوا، د طالبانو د حسابونو تړلو لپاره د افغانستاني کاروونکو هشتک، تر یادي شمېرې ډېر کم شریک شوی.

طالبانو په فیسبوک کې د ملي راډیو تلویزیون او باختر خبري آژانس د حسابونو تر تړل کېدو وروسته دغه هشتګ په لاره اچولي دي.

باید یادونه وشي چې طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته، له دغو دوو رسنیو څخه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخیستي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ