سوریه او ترکیه کې مرګونې زلزلې؛ د قربانیانو شمېر ۱۶۲۲ مړو ته ورسېد

لخوا Aamaj News

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ترکیې او سوریې هېوادونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۶۲۲ مړو او څه باندې ۶زره ټپیانو ته زیات شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دوشنبه ورځ یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: «ترکیه کې څه کم ۹۱۲ تنه مړه او ۵۳۸۵ تنه نور ټپیان شوي. او همداشان د سوریې دولتي خبري آژانس له مخې دې هېواد کې تر اوسه څه کم ۱۰۴۲ تنه ټپیان راپور وکړل شوي او څه کم ۴۷۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د ترکیې د ولسمشر په وینا؛ د دې زلزلې په پایله کې ۲۸۱۸ ودانۍ ویجاړې شوې دي او څه باندې ۲۴۷۰ تنه له خاور لاندې څخه ژغورل شوي دي.

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو په بېلو پیغامونو کې د ترکیې او سوریې له خلکو سره د دې مرګونې زلزلې له امله همدردي کړې ده.

طالبانو له مرسته کوونکو بنسټونو او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د سوریې او ترکیې زیان لیدونکو ته په «وخت» سره لاسرسی وکړي.

له دې زلزلې وروسته؛ نن سهار ترکي رسنیو د دې هېواد مرکزي سیمو کې د نویو زلزلو څخه خبر ورکړی دی. دا زلزله د فبروري ۶مې دوشنبې ورځې له غرمې وروسته شوې ده.

د لومړیو مالوماتو له مخې، دا زلزله د ۷.۶ درجې رشتر سره د قهرمان مراس سیمه کې پېښه شوې ده.

د دې زلزلې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو ډېر مالومات لا نشته.

ویل کېږي چې د سوریې په ګاونډیتوب ترکیه کې تېرو سل کالونو کې مخینه نه درلوده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ