ترکیي رسنیو راپور ورکړی دی، چې سوریه او ترکیه کې د زلزلې له امله ۲۸۴ تنه وژل شوي او څه باندې ۲ زره تنه ټپیان شوي دي.
دا زلزله (دوشنبه د فبروري ۶مه) سهار مهال شوې ده.
دا زلزلې چې ۷.۴ ریشتره وه، مرکز یې د ترکیې جنوب پازارجېک سیمه اعلان شوې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ټوېټري پیغام کې د دې زلزلې قربانیانو ته خواشیني څرګنده کړې ده.
امریکا، اروپایي ټولنې، اوکراین، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د دې پیښې د قربانیانو سره د همدردۍ تر څنګ، د مرستې لپاره چمتوالی ښودلی دی.
بل پلو د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی دی، چې دې هېواد کې د زلزلې په لړ کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي.
ترکیه او سوریه کې د زلزلې شمېرې وروستۍ نه دي او ښایي تر راتلونکو ساعتونو ډېر شي.