ترکیه د ۷۰۰ ټنه خوارکي توکو، روغتیایي او اضطراري توکو یو قطار افغانستان ته لېږي

لخوا Aamaj News

آناتولي خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبر ورکړی، چې د ۷۰۰ ټنه خوارکي توکو، جامو، روغتیایي او اضطراري توکو یو قطار افغانستان ته لېږي.

د یاد خبري آژانس له مخې؛ د ترکیې ولسمشر د بش‌تپې آنکارا متجتمع د دولت کابینې په غونډه کې له ګډون سره خلکو ته په خطاب کې خبر ورکړ: “د خلکو ۱۰ بنسټونو او سازمانونو په ملاتړ او د ترکیې غیرمترقبه پېښو سره د مقابلې مرکز “آفاد” سره په همغږۍ افغانستان ته د ۷۰۰ ټنه خوارکي توکو، جامو، روغتیایي او اضطراري توکو یو قطار چمتو کولو باندې بوخت دي.”

د ترکیې ولسمشر وویل؛ چې نه شي کولی د افغانستان ستونزې نالیدلې ونیسي د نوموړي په وینا: “زموږ میلیونونه افغان وروڼه د کورنیو جګړو، بهرنیو مرستو کمېدو، وجکالۍ او د هوا سختو شرایطو له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د ۱۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۱۹ میلیونه کسان په یاد هېواد کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. موږ ژمن یو چې خپل وروڼه یوازې پرېنږدو.”

مرسته رسوونکي بنسټونه وایي؛ چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.

رجب طیب اردوغان ویلي؛ چې یادې مرستې د خلکو بنسټونو سازمانانو او د ترکیې ښاریانو له لوري راټولې شوې دي او د دولتي اورګاډي د پټلۍ له لارې به افغانستان ته ولېږل شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د بېوزلۍ ناورین مخ په زیاتېدو دی او د نړۍ هېوادونو څو ځلې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ