په کابل کې د ترکیې ویزو د ویش لړۍ بیل پیلېږي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی؛ چې تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست، امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، چاووش اوغلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرتیا پر بنسټ، چې په یاده اړیکه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې کابل کې د ویزې د وېش لړۍ بیا پیلوي؛ چې په مارچ میاشت کې به په مزارشریف کې کنسولي خدمات بیا پیل کړي.

امیرخان متقي افغانستان ته د “قطار نیکی” تر نوم لاندې د ترکیه د خوراکي توکو د ۷۵۰ ټنه مرستې د لېږد څخه، هرکلی وکړ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په راتلونکی کې به هم له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ ټنه مرسته افغانستان ته ولېږي.

بل پلو، آناتولي خبري آژانس د ترکیې له بهرنیو چارو وزارت څخه په نقل قول خبر ورکړی؛ چې چاووش اوغلو په دې ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د پراخ ګډونه دولت جوړول د یاد هېواد د سږلې او ثبات لپاره اړین دی.

چاووش اوغلو او متقي د هېواد د هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه د قطر او ترکیه د خبرو اترو په اړه هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، ترکیه له دوی سره نږدې اړیکې لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ