د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د انتالیا دیپلوماتیکې غونډې ته ویلي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو پرته، بشري مرستې په افغانستان کې ټولې ننګونې نه شي هوارولی.
هغه زیاته کړې، چې انقره د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د انتالیا دیپلوماتیکې غونډې ته د طالبانو د پلاوي بلنه د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې مولود چاووش اوغلو په رسمي ډول د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي څخه وغوښتي و، چې د انتالیا د دیپلوماتیکو مجمع کې ګډون وکړي.
خو امیر خان متکي له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت له کابل څخه امر ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت په انقره کې سفارت لري او سفیر یې له کابل څخه امر ترلاسه کوي.
نوموړي څرګنده کړې، چې په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان ځينې سفارتونه له کابل سره اړیکه کې دي او ډیپلوماټان یې له کابل امر اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له اوو میاشتو وروسته، هېڅ هېواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.
خو امیرخان متقي له دې وړاندې ویلي و چې له دوی سره د نړۍ تعامل د یو په رسمیت پېژندل شوي حکومت په څېر دی.
9 تبصرې
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.
Thank you for great information. I look forward to the continuation.
I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.
Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing Watch bbcfarsi
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.
Awesome! Its genuinely remarkable post I have got much clear idea regarding from this post
I just like the helpful information you provide in your articles
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.