د روسیې او اوکراین جګړه په ترکیه کې د غوړیو د سخت کمښت لامل شوه. د یکشنبې په ورځ، د دې هیواد وګړو د دې خبر ترلاسه کولو سره؛ چې د غوړیو سوداګریزې کښتۍ په اوکراین او روسیه کې نه بارېږي. دوی د غوړیو پیرودلو ته ورغلل او په څو ساعتونو کې د استانبول په بازارونو کې د پنځه لیټرو غوړیو کمښت په ټولنیزو رسنیو کې ګرم خبر شو.
ترکیه تر ټولو زیات غوړي له روسیې او اوکراین څخه واردوي او د اوکراین کړکیچ په دې هېواد کې د غوړیو پر بیو جدي اغیز کړی.
د ترکیې د نباتي غوړیو د صنعتګرانو ټولنې رئیس، طاهر بویوک حلوا جیګیل له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: “ترکیه ۳ میلیونه ټنه غوړیو ته اړتیا لري؛ چې ۵۵ سلنه یې له روسیې او ۱۵ سلنه یې له اوکراین واردېږي. په دې وروستیو کې، د روسیې او اوکراین له بندرونو څخه د ترکیې د غوړیو د کښتیو د حرکت نن کولو له امله په هیواد کې د تیلو بیې په بې مخینې ډول لوړې شوې.”
ترکي وګړي په راتلونکو ورځو کې د غوړیو کمښت او بیو لوړېدو په اړه اندیښمن دي.
د اوکراین جګړې نه یوازې د غوړیو، بلکې د نورو خوراکي توکو بیې هم اغېزمنې کړې دي. د بېلګې په توګه په درې ورځو کې د تېلو بيه درې ځلې لوړه شوې ده.
د ترکیې نوموتي اقتصاد پوه، آتیلا یشیل آدا ویلي دي؛ چې د اوکراین جګړه دې هیواد ته د سیلانیانو د راتګ شمیر کم کړی او دا به د حکومت او خصوصي سکتور لپاره جدي پایلې ولري.
په ترکیه کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د غوړیو د بیو د لوړیدو په اړه ټوکې هم جوړې کړې دي. یو ځوان ټویټ کړی چې “یو هلک نجلۍ ته د غوړیو په ورکولو سره د واده وړاندیز کوي” او لیکلي یې دي چې “موږ به ژر د ګاڼو له پلورنځي څخه غوړي واخلو.”
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان تېره ورځ وویل چې انقره به د اوربند د رامنځته کولو او د کړکیچ د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د عدالت او پراختیا حزب یو شمیر چارواکو په بشپړ ډول د تورم او ګرانۍ ادها ردوي چې د ترکیې اقتصادي وضعیت له اروپایي هېوادونو هم ښه دی، خو د اوردغان مخالف ګوند مشران له مودې وړاندې د ټاکنو ترسره کولو غوښتونکي دي او په دې باور لري چې دولت د اقتصاد اداره کې ناتوانه او بېکفایته دی.
1 تبصره
Why couldn’t I have the same or similar opinions as you? T^T I hope you also visit my blog and give us a good opinion. casinosite