د ترکیې د دولت ملاتړه ورځپاڼه کې د «په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې ليدلوری» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه

لخوا Aamaj News

لیکوال د صباح (د اردغان د حکومت ملاتړې) په ورځپاڼه کې لیکلی، چې د افغانستان روان وضعیت به دغه هیواد د یوې سترې کورنۍ جګړې پر لور بوځي.

په دغه لیکنه کې ویل شوي، دا ډول وضعیت کولی شي  ګاونډیو هېوادونو او ترکیې ته ډېر زیان رسوونکی اوسي.

ډیلي صباح همدارنګه ادعا کړې چې له هغه ځایه چې پښتانه ادعا کوي چې یو توکمیز اکثریت دی او طالبان اکثرا پښتانه دي، دا ډله عمومي سیاستونه د اسلامي شریعت په خلاف پلي کوي او په يوه متنوعه ټولنه کې د پښتون هویت ټپي.

په دغه لیکنه کې د نړۍ لخوا د  طالبانو د نه په رسمیت پېژندني ته په اشارې سره ویل شوی چې طالبانو اوس د بهرني حاکمیت په خاطر په خپلو ټولو کورنیو چارو کې له جوړجاړی څخه ډډه کړې ده چې دا ټول د هویتي سیاست د لمبې د لګېدو لامل کيږي.

دغه ورځپاڼه زیاته کړې، چې د لومړي پړاو په پرتله د طالبانو کړنو د بدلون پر بنسټ د تېرو بحثونو په رڼا کې، اوس د ښځو د زده کړې، د پوښښ قانون او د نارینه وو د ږیرې خريلو منع کولو په ګډون، پر خلکو د محدودیتونو وضع کول، د هغه خلاف ثابتوي.

دغه ترکي ورځپاڼې د طالبانو په وړاندې د ترکيې سياستونو ته په اشارې سره ويلي چې د ترکيې په ګډون ځواکمن دولتونه بايد طالبان اړ کړي چې يو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ