د حمیدالله نوري په نوم یو افغان خپله مېرمن مرضیه صالحزاده د ترکیې په قونیه ښار کې په چاقو سره ووژله.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ دې جوړې د طلاق په پړاو کې ژوند کولو. د راپور له مخې؛ مرضیې د سینګار په یو صالون کې کار کړلو، خاوند یې کار ځای ته وردننه کېدول وروسته له نوموړې سره شخړه کړې او نوموړې یې په چاقو سره وژلې.
له قونیې ښار څخه سرچینې آماج ته د یادې پېښې د منلو سربېره، په روغتون کې د ترکیې د پولیسو لخوا د یاد کس له نیولو خبر ورکړی. د دوی په وینا؛ حمیدالله چې په پېښه کې یې لاس زیان لیدلی و، روغتون ته له تګ وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مارچ اتمه، د ښځو د یوالي نړیواله ورځ وه.
دا لومړی ځل نه دی چې په ترکیه کې افغان مېرمنې د خپل خاوند لخوا وژل کېږي. شپږ میاشتې وړاندې هم د استانبول په برنوی زیتون سیمه کې یوه افغان مېرمنه د خپل خاوند لخوا د سړک پر منځ وژل شوې وه.
د دې سربېره؛ څه موده وړاندې دوه افغان وروڼه په آلمان کې د خپلو خویندو په وژلو تورن شول. یاد دوه افغانان تورن دي چې خپلې خویندې یې له “افغاني کلتور څخه د سرغړونې” له امله وژلې دي.
د یاد تور پر بنسټ، دې دوه وروڼو په دروغو سره خپلو خویندو ته ویلي چې ورسره لیدنه وکړي او بیا یې وژلې دي.