د ډلي صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو نن چهارشنبې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په اړیکه کې د افغانستان لاریونوالو نجونو له ورکېدو څخه اندېښنه ښودلې.
د یاد راپور له مخې؛ دواړو لورو د افغانستان د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه هم خبرې اترې کړې دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د نجونو زدکړې اړینې دي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې لا هم د کابل څلورو لاریونوالو ورکو شویو نجونو له ورکېدو مالومات په لاس کې نشته.