نړیوالو رسنیو راپور ورکړی دی، چې سوریه او ترکیه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې د مړو شمېر څه باندې اته زرو ته رسېدلی دی.
د راپورونو پر بنسټ؛ ترکیه کې پینځه زره او ۹۰۰ او سوریه کې دوه زره او ۳۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. دې دوه هېوادونو کې تر اوسه د ۳۴ زره تنو ټپي کېدل راپور شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان احتمال ښودلی دی، چې د سوریې او ترکیې زلزلې ۲۳ میلیون تنه اغېزمن کړي. دې بنسټ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې ښایي د قربانیانو شمېر تر اته برابره زیاته شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هېواد جنوب کې د زلزلې ۱۰ اغېزمن ولایتونه د فاجعې سیمې بللې دي او دې سیمو کې یې تر درې میاشتو بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.
د ترکیې ولسمشر وویل؛ چې دولت به زلزله ځپلو سیمو ته څه باندې ۵۰ زره مرسته رسوونکي ولېږي او څه باندې ۵.۳ میلیارده ډالر یې زیان لیدونکو ته ځانګړي کړي دي.
د دې زلزلې له امله ترکیه کې ۹۴۱ ودانۍ نړېدلې دي او تر اوسه دې هېواد کې څه باندې اته زره تنه له خاورو څخه ژوندي راوېستل شوي دي.