د ترکیې د ولسمشر مرستیال ویلي چې د ترکیې په استانبول کې د استقلال سړک په بی اوغلو سیمه کې چاودنه د یوه ځانمرګي برید له امله شوې چې د یوې ښځې لخوا ترسره شوې ده.
د ترکيې د چارواکو په وينا، په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر ٨٠ زيات نور ټپيان دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه وینا کې وویل چې دا برید «د ترهګرۍ بوی» لري.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.