د طالبانو یو پلاوی د کډوالو وضعیت د څارنې په موخه ترکیې ته سفر کړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی دی چې د یادې ډلې د کډوالو او بېزته را ستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی د افغانستان کډوالو د وضعیت د څارنې لپاره ترکیې ته سفر کړي.

د طالبانو ادارې تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی جې د یاد پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي چې ترکیه کې د افغان کډوالو د انجمن د شمېرو پر بنسټ، د ترکیې حکومت په تېرو څه باندې اوو میاشتو کې شااوخوا ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي له یاد هېواد څخه بهر کړي دي.

د باختر د راپور پر بنسټ، د طالبان د کډړالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبري ناسته کې وویل کابل کې یې چې له ترکي چارواکو سره د هېواد پناه غوښتونکو او د دوی بېرته راګرځولو په اړه کوم بحثونه او لیدنې درلودې، قناعت یې نه دی ترلاسه شوی او دې برخه کې کومې هوکړې ته هم نه دي رسېدلي.

نوموړي زیاته کړې چې له ترکیې څخه د طالبانو غوښتنه دا ده، چې پناه غوښتونکو ته د ورکړل شویو بین‌المللي حقونو او د دوی انساني حقونو پر بنسټ افغان پناه غوښتونکو ته په ترکیه کې آسانتیاوې برابرې شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ