پاکستاني رسنیو د انځورونو په خپرولو ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو یو جګپوړی قومندان، عمر خالد خراساني د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
په دغه چاودنه کې د حافظ دولت، مفتي حسن او عبدالرشید باجوړي په نومونو د عمر خالد خراساني درې ملګري هم وژل شوي دي.
سره له دې چې طالبانو په دې اړه چوپتیا غوره کړې، خو رحمت الله نبیل په تلویحي توګه پاکستان د دې چاودنې عامل ګڼلی او ویلی ”اوس هر ګاونډی او بهرنی هېواد پر افغانستان یرغل کوي او خپل مخالفین وژني، خو طالب مشران یې ردوي.“
په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د دغه نومیالي قوماندان د وژل کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې افغان طالبان له څه مودې راهیسې په کابل کې د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه دي.
1 تبصره
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.