اکسپرس تربیون، راپور ورکړی چې پاکستاني طالبانو د افغانستان طالبانو په ځانګړي ډول حقاني شبکې په منځګړيتوب د درې دورو خبرو وروسته خپلې درې عمده غوښتنې وړاندې کړې چې له دې ډلې په درېیم هېواد کې د سیاسي دفتر پرانیستل هم دي.
همداشان پاکستاني طالبانو له خیبر پښتونخوا سره د قبیلوي سیمو د تړلو مخنیوي او د دوی د تفسیر پر بنسټ په پاکستان کې د اسلامي نظام غوښتنه کړې. خو بل اړخ پاکستاني چارواکو دا غوښتنې د نه منلو بللې دي.
پاکستاني چارواکو د پاکستاني طالبانو تحریک ته ویلي که چېرې دوی د دولت حکم ومني، وسلې پر ځمکه کېږدي او د خپلو بریدونو له قربانیانو بښنه وغواړي؛ عفوه به ورته وشي او د خلکو منځ ته د راتګ لپاره به یې لاره هواره شي.