د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې، لیز تراس په خپله لومړۍ وینا کې ژمنه کړې چې په بریتانیا کې د ژوند د لګښتونو د ناورین سره د مقابلې لپاره به سمدستي لاس په کار کیږي.
اغلې تراس تېره ورځ (سه شنبه) ویلی: «موږ په ګډه کولی شو د اقتصادي ستونزو له توپان څخه چې دا هیواد ورسره مخ دی، را ووځو.» هغې زیاته کړې چې د پوتین د جګړې له امله د انرژۍ له بحران سره مقابله کوي.
نوموړې زیاته کړې چې کاري لومړیتوبونه د اقتصاد د ودي لپاره د مالیاتو کمول، د بیو لوړېدو په جریان کې د انګلستان د انرژۍ امنیت ښه کول او د ملي روغتیا خدماتو جوړول دي.
د یادولو وړ ده چې لیز تراس د ټاکنیزو رقابتونو ترشا پرېښولو سره، د انګلستان په تاریخ کې درېمه ښځینه لومړۍ وزیره شوه.
نوموړې د بریتانیا په تېر دولت کې د بهرنیو چارو وزیره وه او د محافظه کار ګوند د رهبرۍ په سیالۍ کې د تر ټولو ډېرو رایو په ګټلو سره د بریتانیا لومړۍ وزیره شوه.