د بایډن او ټراس ټیلیفوني اړیکه؛ دواړو لورو د روسیې پر وړاندې د درېدو ژمنه وکړه

لخوا Aamaj News

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس، جو بايډن د بريتانيا له نوې لومړۍ وزیرې، ليز تراس سره په ټيليفوني تماس کي د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو پر لا ژورتيا او پر ځانګړيو اړيکو ټينګار وکړ.

بایډن او تراس سه‌شنبه (سپټمبر ۶مه) د دې خبرو په ترڅ کې، د روسیې په وړاندې په ګډون د نږدې همکارۍ پر دوام ژمنه وکړه.

له بلي خوا د امریکا ولسمشر او د انګلستان نوې لومړۍ وزیرې اټومي وسلو ته د ایران پر نه لاسرسي ټینګار وکړ. تراس مخکې خبرداری ورکړی و چې د برجام د سقوط په صورت کې ټول انتخابونه تر لاس لاندي دي.

له یوې خوا ښاغلي بایډن په یو ټویټ کې لیکلي: «زه د خپلو هیوادونو ترمنځ د ځانګړي اړیکو د ژورولو او د روسیې د تیري په وړاندې د اوکراین د دفاع په برخه کې د دوامداره ملاتړ په ګډون د نړیوالو ننګونو په اړه له نږدې کار کولو ته سترګې په لار یم.»

د بريتانيا محافظه کار ګوند د دوشنبې په ورځ ليز تراوس د خپل نوې مشرې په توګه وټاکله، د بريتانيا ملکې پرون د بريتانيا د پخواني لومړي وزير، بوريس جانسن د استعفا له منظورۍ وروسته، ليز تراس په رسمي ډول د بريتانيا د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ