پر اوکراین د روسیې برید؛ ټرامپ: که نښتې دوام وکړي، نړۍ به له نړیوالې جګړې سره مخ شي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د خپلو پلویاتو منځ کې ویلي؛ چې پر اوکراین د پوتین څو جبهه‌یي یرغل د بلې نړیوالې جګړې لامل کېدی شي.

د “فکس‌نیوز” د راپور پر بنسټ، ټرامپ له یوې نړیوالې جګړې څخه د خبرداري ورکولو سره څرګنده کړې، چې د بایډن حکومت باید ډېرې کړنې ترسره کړي.

ټرمپ زیاته کړې؛ چې د اوکراین په وړاندې هېڅکله برید نه باید ترسره شوې وی او پوتین باید ودرول شي.

د دې سربېره ټرامپ خبرداری ورکړی: “دغه جګړه کړلی شي ډېرو نورو هېوادونو ته وغځېږي او همداشان کولی شي د بلې نړیوالې جګړې لامل شي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې کي‌یف ښار ته څېرمه د نښتو له ډېرېدو وروسته، تر اوسه څه کم ۶۴ غیرپوځي کسان وژل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ