د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د بګرام پوځي اډه د چین هستوي اډې پورې یو ساعت واټن لري او واشنګټن باید دا اډه ساتلې وای.
ټرمپ نن (شنبه د وږې ۱۹مه) له نوي ډهلي شبکې سره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وېستلو نیوکه کړې.
نوموړي څرګنده کړې چې افغانستان کې یې د جګړې پای ته رسولو هوډ درلود؛ خو د بګرام پوځي اډه یې هم له لاس نه ورکوله.
د ټرمپ په وینا د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا لګښتونه نه باید په افغانستان کې پاتې شوي وی.
د یادونې وړ ده؛ چې امریکایي سیاستوالو تل له افغانستان څخه د یاد هېواد د پوځیانو له وېستلو نیوکه کړې.
1 تبصره
Wonderful post! We will be linking to this great article on our site. Keep up the great writing