ټرمپ: افغانستان مو د ماتې خوړونکو په څېر پرېښود

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي، چې امریکا افغانستان د ماتې خوړونکو په څېر پرېښود.

نوموړې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن پر تګ لاره نیوکه کړې.

د امریکا پخواني ولسمشر ویلي: “د بایډن دولت امریکایان په افغانستان کې پرېیښي او هغوی لا هم د وتلو په لټه کې دي.”

ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم د افغانستان کړکېچ کې د امریکا ولسمشر بایډن د مدیریت له تک لارې څخه نیوکه کړې وه.

ټرمپ په دې خبرو اترو کې پر تایوان د چین له احتمالي برید څخه هم خبرې کړې دي.

ټرمپ څرګنده کړې؛ چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ولیدل چې امریکا، افغانستان د ماتې خوړونکو په څېر پرېښود او په دې هېواد کې ۸۵ میلیارده ډالره هم پاتې شول.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته، پر جوبایډن نیوکې هم ډېرې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ