د افغانستان پلازمېنه کې د القاعده شبکې د رهبر ایمن الظواهري وژل کېدو پراخ غبرګونونه را پارولي.
د کاناډا لومړي وزیر جاستن ترودو، د الظواهري مړینه د خوندي نړۍ په لور یو ګام بللی.
نوموړي ویلي چې هېواد یې له نړیوالو شریکانو سره د ترورېستي ګواښونو په وړانډې مبارزې او د سولې پیاوړتیا کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دوشنبه شپه په یوه تلویزیوني وینا کې خبر ورکړ چې ایمن الظواهري د افغانستان پلازمینه کې د امریکا ځواکونو یو هوایي برید کې وژل شوی.
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکایي ځواکونو هوایي برید په منلو سره ویلي، دا برید چې په هره موخه او بهانه ترسره شوی وي، طالبان یې غنده کړي او دوی دا کړنه د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له هوکړه لیک څخه سرغړونه بولي.