جاناتان تروت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

لخوا Aamaj News

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې جاناتان تروت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی.

د هېواد کرکټ بورډ تېره ورځ (جمعه) د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي له ګمارنې خبر ورکړ.

یادې ادارې ویلي، چې د بریتانیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی جاناتان تروت له دې وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی.

۴۱ کلن جاناتان تروت چې سویلي افریقا کې زېږېدلی، ښتیي اګېسټ میاشت کې ایرلنډ ته په سفر کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله رهبري کړي.

له دې وړاندې ګراهام تورپ د هېواد ملي لوبډلې د ټولو روزونکی وو، چې د سختې ناروغۍ له امله د روان میلادي کال په مې میاشت کې بستر شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ