په ایران کې له پټلۍ څخه د ریل بهر کېدل؛ ۱۷ وژل شوي ۵۰ ټپیان دي

لخوا Aamaj News

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ له پټلۍ څخه یزد ته د مشهد اورګاډي وتلو له امله څه کم ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ کسان نور ټپیان دي.

یاده پېښه کې پینځه کې ورک شوي او د پېښې ډېری ټپیانو وضعیت خراب راپور ورکړل شوی.

د یادې پېښې لامل لا نه دی اعلان شوی خو د اورګاډي پټلۍ شرکت مرستیال حسن موسوي ویلي چې یاد اورګاډي له یو بلډوزر ماشین سره ټکر کړی.

له ایراني رسنیو څخه په نقل قول یا اورګاډي په ټوله کې اووه برخې درلودې او مسافرین سې ۳۴۸ کسان وو.

د مسافرینو شمېر او له پټلۍ څخه بهر شویو برخو ته په کتو داسې برېښي چې د وژل شویو شمېر به له هغه څه ډېر وي چې راپور ورکړل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ