ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د قانون د نسکورولو په لټه کې دي او غواړي چې خیبرپښتونخوا کې شریعت پلي کړي.
د راپور له مخې، د امريکا بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني طالبانو تحريک د پوځ او حکومت پر ضد د تروريستي کمپاين په پيلولو سره له خیبرپښتونخوا څخه د پاکستان د شړلو او شریعت پلي کولو په لټه کې دي.
د راپور له مخې، افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستاني طالبانو د افغانستان او پاکستان پولې په اوږدو کې له توکمیز کمربند څخه د خپلو وسله والو د روزلو او ځای پرځای کولو لپاره کار اخلي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني طالبانو، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ او داعش په ګډون د پاکستان د حکومت ضد ډلو له خوا د بریدونو پراخې څپې ته په اشارې سره ویلي چې پاکستان په تیر یو کال کې د پام وړ ترهګریز فعالیتونه تجربه کړي دي.
یاد راپور کې همداراز ټینګار شوی چې پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې لږ پرمختګ کړی دی.
پاکستان کې ځانمرګي او چاودیدونکي بریدونه ورځ په ورځ زیاتیږي. د پاکستان دولت وايي، د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو تر شا د افغان طالبانو لاس دی او دوی پاکستاني طالبانو ته د پوځي روزنې اډې ورکړې دي.
د پاکستان دولت دې وروستیو کې پر افغان طالبانو ډېر فشار راوړی څو د پاکستاني طالبانو تحریک له ملاتړه لاس واخلي؛ خو په دې وروستیو کې یوې پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې طالبانو د پاکستاني طالبانو د بې وسلې کولو لپاره په دې شرط هوکړه کړې چې د پاکستان دولت په دې برخه کې اړین لګښتونه ورکړي، دا هغه موضوع ده چې افغان طالبانو رد کړې ده.