د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وسټ د ملګرو ملتونو امینت شورا نوې اعلامیې په ملاتړ وایي؛ چې نړۍ په متحده توګه د افغانستان پر ښځو د بندیزونو لرې کولو غوښتونکې ده.
له دې وړاندې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي وو، چې ژر تر ژر د افغانستان له ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي وایي؛ چې طالبان باید ژر تر ژره له هغه سیاستونو او کړنو په شا شي، چې د بشرحقونه او د ښځو او نجونو بنسټیزې آزادۍ کموي.
دوی تېره ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې چې په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولۍ لخوا خپره شوې، د طالبانو لخوا په پراخ ډول د بشر حقونو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د نقض او له دې ډلې د لوړو زده کړو، کارموندنې او د تګ راتګ آزادیو په اړه خپله ژوره اندېښه ښودلې.
دوی همداشان د طالبانو هغه امر په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې، چې نجونې او ښځې باید په عمومي ځایونو او رسنیو کې خپل مخونه پټ کړي.