اروپايي ټولنه: افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري، چې ټولي توکمیزي او مذهبي ډلې پکې د ویلو یو څه ولري

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، توماس نیکولسن د تاشکند په غونډه کې ویلی چې افغانستان داسې یو حکومت ته اړتیا لري چې ټولي توکمیزي او مذهبي ډلې پکې د ویلو لپاره یو څه ولري.

ښاغلی نیکولسن نن (سه شنبه، زمري ۴مه) په یوه ټوېټ کې د بشري حقونو، د ښځو او مذهبي لږکیو حقونو ته په درناوي ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د جدي وضعیت او د دغه هېواد په سیاسي جوړښت کې د ټولو توکمونو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو او شیعه ګانو د نه ګډون او د رسنیو ازادۍ په اړه د یوناما راپور ته په اشارې سره، اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د اقتصادي وضعیت د ښه والي په اړه زیاته کړې چې اقتصادي ننګوني به طالبان دې ته اړ کړي، چې د بودجې شفافیت، قانوني روڼتیا او د قانون حاکمیت روښانه کړي.

هغه له طالبانو غوښتی چې په بانک کې د کنګل شوو پیسو د خلاصون او د مرکزي بانک د تخنیکي ظرفیت د لوړولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د تاشکند غونډه د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون په ازبېکستان کې جوړه شوې او دوې ورځې دوام کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ