امریکایی «ټایم» ورځپاڼې په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ ۱۰۰ اغېزناکو څېرو نوملړ خپور کړ.
دا نوملړ چې له له الهام بښونکو اوهنر څېرو نیولې بیا تر سیاسي رهبرانو پورې شپږ برخې لري، د افغانستان ټولنیزې فعالې هدا خموش هم پکې لیدل کېږي.
ټایم ورځپاڼې د لویو څېرو په برخه کې؛ له وړتندې ګام اخېستونکو، رهبرانو، نوښت راوړونکو او سپورټ کوونکو نیولې بیا د بشر حقونو فعالانو، هنرمندانو او د ټولنې الګو، څخه د نړۍ اغېزناک خلک او رهبران په دې لېسټ کې راوستي، چې د غوره راتلونکي لپاره هڅه کړي.
هدا خموش له دې وړاندې په اسلو کې د یوې وینا پرمهال د نړیوالې ټولنې اند په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته راوګرځولو.