وسټ د افغانستان وضعیت په اړه د خبرو لپاره پاکستان، آلمان او سویس ته سفر کړي

لخوا Aamaj News

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پاکستان، آلمان او سویس ته د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي له شپږ ورځني سفر خبر ورکړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي، چې د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له فوق‌العاده ستونزو سره مخ کړې ده.

بل پلو وسټ په یو ټوېټ کې لیکلي، چې د جنوري له ۲۹مې څخه تر ۴مې فېبروي پورې د امریکا شریکانو، افغانانو او مرسته کوونکو بشردوستانه سازمانونو سره افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه مشوره کړي.

نوموړي ویلي، چې تمه لري په دې سفر کې د حیاتي مرستو او بنسټیزو حقونو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره واحده تګلاره رامنځته شي.

د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته، دې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه وضع کړي دي.

طالبانو په خپلو نویو بندیزونو کې، د خصوصي پوهنتونونو او خصوصي تحصیلي موسساتو کانکو آزموینه کې د نجونو ګډون منع اعلان کړی دی.

بل پلو د طالبانو لخوا په غیر دولتي موسساتو کې د ښځو د کار د منع کېدو فرمان له صادرېدو وروسته، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې له جدي خنډونو سره مخ شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ