د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان اقتصاد، ټولنیز ثبات او د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت له میندو او نجونو سره د دوی چلند پورې تړاو لري.
توماس وسټ په یو ټوېټ کې لیکلي چې دا خبرې یې عربي اماراتو کې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دې کتنه کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
وسټ چهارشنبه ورځ له مجاهد د خپلې کتنې په اړه څرګنده کړې چې افغانستان کې د «سولې، سوکالۍ او ثبات جوړولو کې د ګډو ګټو» په اړه هم خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دفاع وزارت د دې کتنې په اړه سهشنبه ورځ یوه اعلامیه خپره کړه؛ چې پر بنسټ یې مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان ارضي بشپړتیا ته د امریکا د درناوي غوښتونکی شوی دی.
بل پلو وسټ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سوداګرو سره له کتنې خبر ورکړی دی.
وسټ (چهارشنبه د لېندۍ ۱۶مه) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «ما د سوداګرو له ټولنې وغوښتل چې ښوونځیو ته د نجونو له بیا تګ او کار ته د ښځو د ستنېدو څخه دفاع وکړي او پراخ ملاتړ مې وموند. د ثبات لپاره باید نیم وګړي اجازه ولري چې اقتصاد کې ګډون وکړي او خپلې کورنۍ تغذیه کړي.»