د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه سولهییز حکومت غوښتونکی او ملاتړی دی. داسې حکومت چې تروریزم ته پناه نه ورکوي، متحده ایالات او متحدین یې نه ګواښي او د ټولو اتباعو د حقونو ساتنه کوي.
هغه چې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې خبرې کولې وویل، «په افغانستان کې د امریکا موخې نه دي بدل شوې او د تېرو دوو لسیزو په شانپاتې دي.
له بلې خوا د امریکا استازي زیاته کړه چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی، د هغه هېواد او د امریکا متحدین او همدارنګه طالبان باید ژرتر ژره دې وضعیت ته پام وکړي.
توماس وسټ ویلي، امریکا د افغانستان د ستر ملاتړي په توګه د تېر کال له اګېست څخه تر ډسېمبر میاشتې پورې نیم میلیارد ډالره مرسته کړېده.
وسټ د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د مرستو رسولو برخه کې د طالبانو له همکارۍ ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې په افغانستان کې نړیوالومرسته رسوونکو کارکوونکو د افغانستان هغه سیمو ته لاسرسی موندلی چې تېرو دوه لسیزو کې یې ورته لاسرسی نه درلود.
د امریکا ځانګړی استازی وایي چې د جوبایډن د وروستۍ پرېکړي په اړه ناسم پوهاوی شوی. نوموړي روښانه کړه: “۳،۵ میلیارده ډالر به لهقضایي څېړنو وروسته د سپټېمبر ۱۱مې بریدونو قربانیانو پورې تړاو ومومي، داپه داسې حال کې ده، چې د محکمې د پرېکړې په اړه هېڅوک پههېڅ نه پوهېږي او دولت هم محکمه د یو ځانګړي حکم صادرولو لپاره نه شي اړ کولی. سربېره پر دې بشري مرستو ته د ۳،۵ میلیارده ډالروځانګړي کول، دې پیسو ته د افغانانو لاسرسي کې آسانتیا راولي او له هغې پرته به یې قضاي بهیر وخت نیونکی ووسي.”
وسټ ټینګار کړی؛ چې د متحده ایالاتو چارواکي د طاابانو له رهبرۍ سره په اړیکه کې دي. نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم له القاعده سره دطالبانو اړیکه په ابهام کې پاتې ده، خو له داعش سره د مبارزه کې طالبان ژمن دي.
1 تبصره
I m going to bookmark your web site and maintain checking for brand spanking new information.