د پاکستان دي نېشن ورځپاڼه: داعش په افغانستان کې جدي ګواښ دی

لخوا Aamaj News

د پاکستان دي نېشن ورځپاڼه په یوه راپور کې ویلی د ملګرو ملتونو د وروستیو روایتونو پر بنسټ چې د القاعدې او داعش په ګډون ترهګري ډلي په افغانستان کې د بیا راژوندي کېدو په حال کې دي، دا هیواد کولای شي نورو هیوادونو ته جدي ګواښ وي.

دغه پاکستانۍ ورځپاڼه زیاته کړې، له کومه چې داعش مخکې په افغانستان کې ګڼ شمېر بریدونه سرته رسولي دي، دغه ډله توانېدلې په کمه موده کې، د طالبانو حکومت ته تر ټولو لوی او مهم ګواښ شي او دغه هیواد په سیمه کې د خپل خلافت خوب د رښتیا کېدو لپاره اډه وګڼي.

په دغه راپور کې راغلی چې داعش لاهم د طالبانو په ګډون له څو ترهګرو ډلو څخه ناخوښ جنګیالي ګوماري. دغه ورځپاڼه ویلی چې وروستیو راپورونو دا ثابته کړې چې افغانستان القاعدې لپاره ارام بستر دی او ځیني جګپوړي چارواکي یې طالبانو ته مشورتي خدمتونه وړاندي کوي.

برسېره پر دې، د پاکستان دي نېشن ټینګار کړی ښکاري چې د اقاعدې مشر ایمن الظواهري هم په افغانستان کې دی.

د پاکستان دغه مشهوره ورځپاڼه په افغانستان کې له درو تر څلورو زرو پاکستاني طالبانو شتون ته په اشارې سره ویلی چې تر داعش وروسته په افغانستان کې تر ټولو لویه بهرني ترهګرې ډله پاکستاني طالبان دي.

دغه راپور په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حضور ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی ډول پاکستان ته د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې ده: «هر څومره ډېر چې له افغانستانه سترګي پټي شي په دغه هیواد کې د یادو ډلو فعالیتونه آسانه کیږي.»

دي نېشن لیکلی چې دغي موضوع ته د رسیدګۍ لپاره اسلام آباد له طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

دا په داسي حال کې ده چې طالب چارواکو تل ویلي چې د افغانستان له خاوري هیڅ هیواد ته ګواښ نشته.

اړوند لیکنې

4 تبصرې

AbeneReap February 21, 2023 - 3:39 am

They use cheap and inaccurate analysis kits that you can buy online and do it themselves buy cialis pro 1 Stay at home near the bathroom after 3 hrs of taking the first doze

ځواب
Menuase February 26, 2023 - 7:59 am

cialis generic cost PubMed CrossRef Google Scholar Herrmann BL, Saller B, Janssen OE, Gocke P, Bockisch A, Sperling H, Mann K, Broecker M

ځواب
joupspooW March 6, 2023 - 6:39 am

Pumpkin is also a great source of Vitamin C generic cialis 5mg and McCaffrey D

ځواب
Berenice Marmion March 19, 2023 - 4:58 pm

Dear aamajnews24.com admin, Your posts are always well-timed and relevant.

ځواب

یو نظر پریږدئ