نېشن ورځپاڼه: که نړۍ د افغانستان وضعیت ته پاملرنه ونکړي؛ په سیمه کې به ګډوډي ډېره شي

لخوا Aamaj News

د پاکستان نېشن ورځپاڼي په سیمه کې د افغانستان ستراتېژیک ارزښت ته په اشارې سره ویلي، که نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونو د دغه هیواد اوسني وضعیت ته پاملرنه ونه کړي؛ بېشکه ټولې سیمې ته به ګډوډي پراخه شي او افغانستان ته به محدوده نه شي.

په دې مطلب کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې که نړۍ د افغانستان وضعیت ته پام ونه کړي، د افغانستان خلک به یو ځل بیا وځوریږي او دا به ناوړې پایلې ولري.

دغه ورځپاڼې ټینګار کړی چې په شته شرایطو کې نړیواله ټولنه باید ملاتړی رول ولري.

دغه پاکستاني ورځپاڼې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او له افغانستان څخه د بهرني ځواکونو د وتلو پر سر د دوی هوکړيې ته په اشارې سره ویلي چې د دغو ناستو په جوړولو کې د اسلام آباد رول خورا مهم و.

له یوې خوا، دغې ورځپاڼې هغه تورونه چې ګواکې پاکستان د امریکا په ماته کې رول درلود رد کړي او لیکلی: «بشپړ څرګند دی چې متحده ایالات د خپل شاتګ له وخته د خپلې ماتې لپاره پلمه لټوله؛ خو دغه کار د منلو نه دی چې د ٢٠ کلونو بد مدیریت پړه د پاکستان غاړي ته واچوي.»

په دغه مطلب کې په ټینګار سره ویل شوی چې په پاکستان کې سوله په افغانستان کې له سولې سره اړیکه لري او پاکستان تل په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی.

د دغې ورځپاڼې په باور، پاکستان ته د افغانستان د خلکو مهاجرتونه په دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو د ډېرښت لامل شوی.

په دغه مقاله کې لیکل شوي: «پاکستان په میلیونونو افغان کډوال منلي چې د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو لامل شوی چې د دغه هیواد اقتصاد او ټولنیز نظم ته لویه ضربه رسولې ده.»

همدارنګه په دې ورځپاڼه کې د طالبانو د ژمنو ماتولو او د دوی د ویلو په نسبت سرچپه کړونو په اړه راغلي چې طالبانو په چټکۍ سره د ښځو د حقونو او د رسنیو د ازادیو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې سرچپه کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ