د دېنېشن پاکستان خبري آژانس وايي؛ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په خپاره شوي راپور کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو په اړه؛ چې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، ځینې د اندېښنې وړ حقایق جوته کوي.
دغه خبري آژانس زیاته کړې، تحریک طالبان پاکستان د تېر کال په ترڅ کې په پاکستان کې ګڼ شمېر بریدونه او عملیات کړي دي، او د دغې ډلې د وسله وال جنګیالي شمېر د ٣٠٠٠ او ۴۰۰۰ تر منځ اټکل شوی دی.
ویل کېږي؛ چې دغه وسلهوال د افغانستان او پاکستان په ختیځو او سویل ختیځو سرحدي سیمو کې ځای پر ځای دي.
راپور دا هم په ډاګه کوي، چې القاعده په افغانستان کې شتون لري او د امریکا له وتلو وروسته د نويو پوځیانو د استخدام او مالي مرستو په لټه کې ده.
په واقعیت کې د دغه خبري آژانس په باور د القاعدې مشرتابه د افغانستان له نوي دولت سره اړیکه لري او د دغي ډلي مشر، امیر ایمن محمد ربیع الظواهري هم په دغه هیواد کې دی.
دغه راپور د افغان طالبانو د داخلي اختلافاتو په اړه څه چې په میدان کې روان دی یو ډېر اندیښمن انځور وړاندې کوي. د افغان حکومت پر وړتیا او ارادې د هغو اورپکو ډلو د ځپلو په اړه چې په مستقیم ډول له حکومت سره مخالف نه دي، ډېر باور نشته.
سربېره پر دې، خبري اژانس څرګنده کړې چې د القاعدې په اړه راپورونه به د طالبانو د حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې اندیښنې زیاتې کړي.
دا مطلب همدارنګه په څرګنده یوه سیمه ییزه ننګونه او ګواښ په ګوته کوي چې باید مخکي له دې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شي له منځه یوړل شي.