ایران: طالبان په افغانستان کې د افراطیت د ودي د مخنیوي لپاره قطعي مسوولیت لري

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سعید خطیب زاده ویلي، طالبان په افغانستان کې د افراطیت د زیاتېدو د مخنیوي لپاره قطعي مسوولیت لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په یوه خبري غونډه همدارنګه زیاته کړې، طالبان په افغانستان کې د خلکو د ژوند د خوندیتوب مسوول دي او باید هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ او په افغانستان کې د افراطیت ته وده ورکړي.

خطیب زاده د افغانستان د خلکو د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «موږ د ټولو خلکو او توکمونو په اړه جدي یو او د هغوی د وضعیت په اړه اندېښمن یو.»

نوموړي په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو بیا ځلي ټینګار کړی او ویلی: «طالبان باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو پر لور حرکت وکړي.»

ایران په دې وروستیو کې د دواړو خواوو تر منځ د سرحدي شخړو سره سره د طالبانو ډیپلوماتان ومنل. خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند لیکنې

8 تبصرې

news 1130 November 3, 2023 - 10:38 pm

But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.

ځواب
Radio 1190 - KVCU November 4, 2023 - 7:54 pm

There is some nice and utilitarian information on this site.

ځواب
bbc persian news November 10, 2023 - 11:06 am

I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great Watch bbc persian news

ځواب
BR TV November 11, 2023 - 4:23 am

You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:02 am

This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post.

ځواب
live horse racing stream November 17, 2023 - 10:23 pm

I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!

ځواب
Newsmax TV Live November 27, 2023 - 5:31 am

There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 27, 2023 - 10:55 am

I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great

ځواب

یو نظر پریږدئ