د خپلسرو نیولو دوام؛ طالبانو یو پنجشېري ښوونکي نیولی

لخوا Aamaj News

د خپلسرو نیولو په دوام کې، طالبانو یو پنجشېري ښوونکي نیولی دی.

د دغه ښوونکي خپلوان آماج ته وایي طالبانو هغه د پنجشېر په عبدالله خېل کې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور پرته له کوم سند او ثبوت څخه له ځان سره بېولی.

د دغه ښوونکي د خپلوانو په وینا طالبانو هغه، هغه مهال ونیو چې غوښتل خپل معاش د اخیستو لپاره د پنجشېر مرکز ته ولاړ شي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو یو ښوونکي د پنجشېر په کرامان کلي کې نیولی و.

طالبانو په ورته پېښو کې رسنیو ته د ځواب ویلو ته حاضر نه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ