په ننکرهار کې د پوهنتون استاد د غلو د چړو د ټپونو له کبله ساه ورکړه

لخوا Aamaj News

په ننګرهار ولایت کې یوه سرچینه آماج ته وایي؛ چې په یاد ولایت کې د پوهنتون یو استاد د غلو د چړو د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د سرچینو په وینا دغه استاد نعمت‌الله نومېده او د یاد ولایت مرکز جلال‌آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د الفلاح خصوصي پوهنتون په وړاندې، د وسلوالو غلو تر برید لاندی راغلی.

ویل کیږي چې د مخ کېدو په وخت، غلو لومړی د نعمت‌الله موبایل اخیستی، وروسته یې چړو ټپي کوي او نوموړی روغتون ته تر لېږدېدو وروسته ساه ورکوي.

د یادولو وړ ده چې په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت د پرله پسې ژمنو سربېره، له څه مودې را پدیخوا په ټول افغانستان کې د غلا په ګډون جنایي جرمونه زیات شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ