تسنیم د ایران دولتي خبري اژانس: مارشال دوستم په سیمه کې د داعش د پروژې اجرا کونکی شوی دی

لخوا Aamaj News

د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې مارشال عبدالرشید دوستم لکه د ۲۰۰۱ کال په څېر چې د واشنګټن د چارو د پرمخ بیولو لپاره په افغانستان کې په رسمي توګه د امریکا له نیابتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ و، اوس د بریتانیا د ملکې له خوا د داعش او په سيمه کي د ناامنیو د ترسره کولو لپاره ګمارل شوی دی.

د دغه خبري آژانس په راپور کي راغلی: «په دې کار او د هغو اوزبکانو د ظرفیتونو څخه په ګټي اخيستنی سره کوم چي له ده سره له افغانستانه وتلي ټول; په افغانستان کي مېشت اوزبکان, طاهر یولداش پوري اړوند اوزبکیستاني تروریستان او هم ترکیه کي مېشت تروريستانو سره یو ځای غواړي د افغانستان او سيمي د راتلونکي لپاره دانګرېز طرحه اجرا کړي.»

دغه خبري اژانس ادعا کوي چې ښاغلي دوستم په وروستیو کلونو کې له ترکیې سره د خپل نژدې اړیکو څخه په استفادې په لسګونو جنګیالي ترکیې او له هغه ځایه سوریې او عراق ته استولي دي.

د ایران دغه دولتي رسنۍ وروستیو مهمو پېښو لکه د یوه ازبک له خوا د امام رضا پر زیارت برید، له افغانستان څخه پر ازبکستان د داعش برید او په مجازي فضا کې د ازبک تباره داعشیانو د ویډیوګانو خپرېدل او د کابل په لویدیځ کې پرونۍ چاودنو ته په اشارې سره ادعا کوي چي د اوزبک تبارو مليشو نښي نښانې ښکاره دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان له نورو «تښتیدلو» مشرانو څخه تمه نه کیږي چې په راتلونکي کې ورته پروژو ته وګومارل شي.

د تسنیم په راپور کې راغلي چې یو شمېر افغان مشران د روسیې، چین او ایران د محور پر ضد د نویو امنیتي پروژو د ترسره کولو لپاره ګومارل شوي دي.

دغه خبري آژانس دافغانستان مشران یې تښتېدلي یاد کړی او زیاته کړېده: «د افغانستان تښتېدلي مشران د دغي موضوع هرکلی کوي, ځکه هم کولی شي خپل ژوند ته ادامه ورکړي او هم کولی شي له دغي لاري پیسې ترلاسه او دوی پوري تل ځوړند اطرافیانو څخه ملاتړ وکړي.»

د دغه راپور پر اساس په افغانستان کي د تاجیکانو په شمول د مینځني آسیا د ځینو ترهګرو نژدېوالی کولای شي په افغانستان کي د نيابتي نا امنۍ د لوبي لپاره د سيمي د استخباراتي سازمانونو د همکارۍ لپاره يوه بڅرکه وي.

د ايران دغه دولتي رسنۍ درې نوري قضیې هم ليکلی: «د افغانستان په شمال کي د نا امنیو راوستلو لپاره پر دوستم د ۲۵۰ ميليونو ډالرو پانګه اچونه, د افغانستان په شمال کي د داعش د ډلي رهبر او د دې ډلي دوهم سړي مفتي نعمت الله سره د دوستم دوستانه لیدني د انځورونو خپور او همدارنګه په ایران کي دوستم ته نژدې کس هاشم رييس اوکراین جګړې ته دملېشو جذبولو او په سیمه کي د احتمالي خراپکاریو په تور نیول, ياد کړو.»

په راپور کي راغلی د اوکراین جګړه د دغي کيسې دپیل ټکی و; روسانو څو تنه افغانان اسیران کړی او راپورونه ښوي چي د روسيې پر ضد سلګونه افغان جنګيالان د اوکراین د پوځ تر څنګ جنګیږي.

خو د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو له آماج سره په مرکه کې دا راپور رد کړ او ویې ویل چې دا ليکنه د عقدې پر اساس لیکل شوې او د ژورنالیزم اصول او بې پرېتوب په کې نه دي خوندي شوي.

اړوند لیکنې

9 تبصرې

Fox News Radio November 3, 2023 - 8:33 pm

There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made

ځواب
Radio Luz KY November 4, 2023 - 5:27 pm

Thank you for great information. I look forward to the continuation.

ځواب
newsmax live stream November 7, 2023 - 4:41 pm

I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great

ځواب
bbcfarsi November 10, 2023 - 8:39 am

There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made Watch bbcfarsi

ځواب
TRM Network November 11, 2023 - 1:42 am

So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 8:16 am

Also I ve shared your site in my social networks!

ځواب
watch horse racing free November 15, 2023 - 1:45 pm

This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post.

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 27, 2023 - 12:09 am

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
Newsmax TV Live November 27, 2023 - 1:49 am

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب

یو نظر پریږدئ