د افغانستان په محوریت د تاشکند ناسته پیل شوه

لخوا Aamaj News

د افغانستان په اړه د تاشکند ناسته له یوې ورځي ځنډ وروسته پیل شوه.

د تاشکند نړیواله غونډه نن سهار (سه شنبه، زمري ٤مه) د ازبېکستان په پلازمېنه پیل شوه. ټاکل شوې ده دا ناسته به دوې ورځي دوام وکړي.

په دې ناسته کې څه باندي د ٢٠ هیوادونو استازي او نړیوال سازمانونه ګډون لري.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې د تاشکند د ناستې موخه په افغانستان کې د جګړې وروسته د نړیوالي ټولني د تکلارو او د ټېکاو، امنیت او بیارغوني لپاره د اقداماتو او وړاندیزونو په کار اچول ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره ازبېکستان ته تللی، رسنیو ته ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې پر اقتصادي مسایلو خبرې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تاشکند په غونډه کې به د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی، توماس ویسټ د تاشکند په ناسته کې ګډون کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ