پاکستان په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کول په دې هېواد کې ثبات پورې اړه لري

لخوا Aamaj News

د روسیې یو خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د پاکستان چارواکو په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په دې هېواد کې د را منځته شوي وضعیت له امله ځنډولې دي.

په اقتصادي چارو کې د پاکستان مرکزي حکومت وزیر، عمر ایوب خان (پنجشنبه، د قوس ۴ نېټه) د روسیې تاس خبري آژانس ته ویلي؛ چې افغانستان کې د وضعیت له مالومېدو وروسته، د یاد پایپ لاین چارې به له سره ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر هغې چې افغانستان کې وضعیت مالوم نه شي، د ټاپي پروژې د ګاز پايپ لاین ترسره کول به ستونزمن وي.

ټاپي(TAPI) هغه پروژه ده، چې د هغې له لارې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي، چې هوکړه لیک یې په ۲۰۱۶م کال کې لاسلیک شوی و.

دې پروژه باندې به ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه لګښت راشي او افغانستان به هر کال د یاد پایپ لاین د ترانزیت حق له امله ۴۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کوي. چې د پخواني حکومت له سقوط سره د زر کاسا او ټاپي پروژو چارې درېدلې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ