د دفاع وزارت پخوانی مرستیال: افغانستان د پاکستان صوبې جوړېدو ته نږدې شوی دی

لخوا Aamaj News

د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي پر ټویټر لیکلي چې پاکستان د حقاني شبکې له لارې چې د افغانستان مهم سکتوري وزارتونه په واک کې لري. هره ورځ په خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګرونو کې د افغانستان د ادغام او تیرولو پروسه ګړندۍ کوي او له مالي سرچینو پرته بې معنی او بې مفهومه تړونونه لاسلیکوي.

عاصي ویلي چې د دغو تړونونو لویه برخه افغانانو ته له قانوني بار پرته هیڅ مالي او تخنیکي ګټه نه رسوي. بلکې دا افغانستان او افغانان هره ورځ د په ناغوښتي ډول د پاکستان په یوې صوبې د ادغام کولو لپاره نږدې کوي.

د عاصي په وینا؛ پاکستان پخپله مالي کړکېچ سره لاس او ګریوان دی او د نړۍ د پیسو مینځلو په تور لیست کې دی او د سعودي عربستان، چین، نړیوال بانک او د نقدو پیسو صندوق څخه د ملیاردونو ډالرو پور اخیستي دي، نشي کولی د افغانستان لپاره د ژغورونکي او تمویلونکي رول ولوبوي.

د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي همداشان لیکلي، له افغانستان څخه بنګلدېش جوړول او د پاکستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي دایره کې د یوې صوبې په توګه د افغانستان په چُپه ادغام یو خوب او خیال دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ