د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان د «نه ګرځېدونکې ویجاړۍ» په بهیر کې دی

لخوا Aamaj News

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې طالبانو افغانستان کې بیا واک ته رسېدو سره د بشر حقونو تر پښو لاندې کولو نوې لړۍ پیل کړې ده. یاد سازمان خبرداری ورکړی دی چې دا هېواد د «نه ګرځېدونکې ویجاړۍ» بهیر کې دی.

یاد سازمان نن (پنج‌شنبه د لېندۍ ۵مه) په یوه بیانیه کې ویلي: «طالبانو نه یوازې د افغانستان خلکو حقونو په ځانکړي ډول د ښځو حقونو په اړه خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي، بلکې د تاوتریخوالي څرخ یې هم له سره پیل کړی دی او په بشپړ مصوونیت سره یې د بشر حقونو څخه سرغړونو باندې لاس پورې کړی دی.»

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو ځپوونکو محدودیتونو او سختو قوانینو ته په اشارې سره زیاته کړې ده، چې دې ډلې په تېر یو کال کې په پراخ ډول د بشر حقونو د ملاتړ کلیدي بنسټونه منحل کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په بیانیه کې راغلي چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه په بشپړه توګه ترې اخیستل شوي، زره ګونه افغانان په خپل سري دول نیول کېږي، شکنجه، ورک او حتی وژل کېږي او همداشان خبریالان، د قومي اومذهبي اقلیتونو فعالان په ځانګړي خطر کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی دی چې افغانستان کې د بشري حقونو دا شا ته تګ «باید ژر تر ژره» ودرېږي.

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان اړ کړي تر څو افغانستان کې نړیوالو قوانینو په ځانګړي ډول بشري حقونو له دې ډلې د ښوونيخو پرانیستل، د ښځو د کار او بیان آزادۍ ته درناوی وکړي

یاد سازمان د یو میکانیزم پر جوړښټ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان کې د ناقانونه قتلونو، ناقانونه نیولو او د جنګي جنایتونو او بشر حقونو څخه د سرغړونو د څېړنې او ځواب ویلو لپاره د میکانیزمونو جوړښت اړینه اړتیا ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ