طالبانو په بدخشان کې د یوټیوب چینلونه بند کړل

لخوا Aamaj News

په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د یوټیوب نشراتي چینلونه چي په دغه ولايت کي برنامې جوړولې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا بند شوي دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي پرون وویل، چې په دغه ولایت کې یې د یوټیوب له چینلونو کار اخیستل ځکه بند کړي، چې د نشراتو جواز نه لري.

نوموړی ټینګار وکړ چې د دغو چینلونو مسوولین باید کابل ولایت ته ولاړ شي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه رسمي جواز ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، د دوی فعالیتونه باید د اسلامي قوانینو او د ملي سرچینو د ساتنې په مطابق وي.

د یادو چینلونو مسوولینو پر رسنیو د طالبانو له پرله پسې بندیزونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه ولایت کې انځوریزي او غږیزي رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله مخ پر درېدو دي.

د دوی په وینا د دغو چینلونو خاوندان د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت څخه د جواز اخيستلو مالي توان نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ