طالبان په تخار کې بې نقاب او بې محرمو ښځو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ښځو د پوښښ د څرنګوالي په اړه د طالبانو د حکم له اعلان وروسته، اوس د طالبانو د امر بالمعروف مامورین په تخار ولایت کې دتلاښۍ تم ځایونه جوړ کړي څو د ښځو پوښښ وپلټي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي آماج ته وویل چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا ګمارل شوي کسان هغي ښځي چې نقاب داره حجاب او یا چادرۍ نه وي اغوستي په ناوړه چلند او سپکاوي سره یې بېرته خپلو کورو ته ستنوي.

دغې سرچينه همداراز زياتوي چې طالبانو هغو ښځو ته چې له محرم پرته له کوره وځي په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

طالبانو څه موده وړاندې په یو فرمان کې د ښځو لپاره پوښښ «نقاب» جبري کړ.

وروسته له دې چې د طالبانو دغه فرمان له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو؛ د امر بالمعروف وزارت ویاند، عاکف مهاجر، وویل چې چادرۍ جبري نه ده او ښځې کولی شي «کلیوال څادرونه» واغوندي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ