ازبکستان: طالبانو ته د پخواني افغان حکومت الوتکې نه ورکوو

لخوا Aamaj News

د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف لوړپوړي سلاکار عصمت الله ارګاشیف ویلي دي چې د افغان حکومت پخوانۍ الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري.

ښاغلي ارګاشیف د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلی چې الوتکې د امریکا ملکیت دي او بیرته به کابل ته نه راګرځي.

هغه زیاته کړې: «موږ دغه پوځي تجهیزات له امریکا سره په هوکړه کې ساتلي او طالبانو ته مو هم همداسي ویلي دي.»

هغه زیاته کړې چې د امریکا متحده ايالاتو دولت د هغه مصرف ورکړې او ازبکستان په دې باور دی چې دا په واشنګټن پورې اړه لري چې د الوتکو سره څه وکړي.

له بلې خوا د امریکا دفاعی چارواکو امریکا غږ ته تایید کړې چې ازبکستان او تاجکستان طالبانو ته د الوتکو د ورکولو کوم پلان نه لری.

د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته د دغه هېواد پوځي الوتکې د يو شمېر پوځي پيلوټانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم پر دغو هېوادونو غږ کړی و چې په دې اړه اقدام وکړي او د افغانستان الوتکې دې هېواد ته وسپاري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ