پر اوکراین د روسیې برید؛ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: په اوکراین کې د افغانستان ښاریانو امنیت ته په اندېښنه یو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (شنبه د کب ۷مه) په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې یاد وزارت د افغانستان ټولو ښاریانو او زدکړیالانو د امنیت خوندیتوب او امن ځای ته یې د لېږدولو لپاره له ټولو شته امکاناتو او سرچینو ګټه اخلي.

خبرپاڼې زیاته کړې؛ چې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د سیمې له ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره له نږدې په اړیکه کې دی.

په ورته وخت کې د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له څو ورځو راپدېخوا په اوکراین، پولنډ، چک، سلواک او سريلانکا کې د افغانستان ډيپلوماټان په دې لټه کې دي، چې اوکراین کې د افغانستان ښاریانو وضعیت ته لاسرسی وکړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې پر اوکراین د روسیې پوځي برید په لړ کې زرګونه کسان بېځایه شوي او ځینو هېوادونو هم خپل ښاریان ویستلي، خو په اوکراین کې د افغانستان ښاریانو برخلیک نامالوم دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ